Number Times Read : 464      
category

Daily News (105)
Elections 2009 (32)
Afghan affairs (15)
Afghan Profiles (8)
Audios and Videos (8)
Insight Afghanistan (17)
Islam and Muslims (8)
Other (3)
Pashto Books (1)
Pashto language (3)
Pukhtunistan Dispute (2)
 
Stats
Total Articles: 5182
Total Authors: 7631
Total Downloads: 37356


Newest Member
Susan Smith
Our Partner Sites

Zmong-Afghanistan.Com
Ya-Qurban.Com Laghman.Net



   

امريکا د بګرام زندانيانو نومونه خپار 



[Valid RSS feed]  Category Rss Feed - http://www.HelloAfghanistan.Com/rss.php?rss=390
By : Jamal Khan   99 or more times read
Submitted 2010-01-16 02:49:37


امريکا ويلي چې د افغانستان په بګرام کې د ٦٤٥ زندانيانو نومونه خپاره کړل .
امريکايي چارواکي وايي دا ګام يې وروسته له هغه واخيست، چې د مالوماتو د ازادۍ قانون يې په اړه ورته وړانديز وکړ .

دغه قانون تر ٢٠٠٣ کال راوروسته جوړ او د امريکا د هغو زندانيانو د دوسيو څېړلو دنده يې پرغاړه درلوده، چې له امريکا بهر د متحده ايالتونو په زندانونو کې بنديان دي .

وړاندې د امريکا د مدني ازاديو اتحاديې يوه قضايي دعوا وړاندې کړې، وه چې په لړ کې يې د بګرام زندانيانو په اړه دوی ته مستند مالومات وسپاري .

دغې ټولنې ويلي وو چې ګني د بګرام د زندانيانو په اړه مهم مالومات پټ کړای شوي وو .

خو امريکايي چارواکو مخکې دا نه منله، چې ګني دوی د بګرام زندان د بنديانو نومونه خپرو .

د يادې شوې ټولنې يوې مدافع وکيلې مليشا ګوډمن ويلي د امريکا دا پرېکړه بې سارې ده چې ((د بګرام پټ زندان په اړه د شفافيت او محاسبې پر لوري د امريکا دا يو مهم ګام دی . ))

نوموړې ويلي چې ((شفافيت او محاسبه دې ته اړتيا لري چې دغه بنديان کله او چېرې نيول شوي، په زندان کې يې څومره وخت وتلی، د کوم ځای دي، ايا افغانستان کې د ننه او که په نورو هېوادونو کې نيول شوي دي .))

د نيويارک ښار پوهنتون د قانون استاد رمزي قاسم ويلي ((دا يو بې ساری پرمختګ دی، په تېر کې موږ دا ډول مالوماتو ته لاسرسی نه شوی درلودی .))

ويل کېږي چې ښاغلی قاسم په بګرام زندان کې د امين البکري په نامه د يوه زنداني مدافع وکيل دی .

امين البکري په ٢٠٠٢ کال کې تايلنډ کې نيول شوی او بيا د بګرام زندان ته وړل شوی دی .

وړاندې يوه امريکايي قاضي پرېکړه کړې وه يوازې هغه بنديان په امريکايي محکمو کې د خپلې دعوا د وړاندې کولو حق لري، چې له افغانستانه بهر نيول شوي دي .

خو په دې پرېکړه کې د بارک اوباما د ادارې لخوا بدلون راغی .

د ويلو ده چې په افغانستان کې مېشت امريکايي او ايتلافي ځواکونه د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته د ٢٠٠١ له سپتمبر راهيسې تر دې مهاله د کابل په شمال کې له بګرام زندانه د بنديانو د ساتلو کار اخلي .

تېر کال له دغه زندانه يوشمېر راخوشي شوو زندانيانو بي بي سي ته ويلي وو چې د بند پرمهال سخت کړول شوي دي .

خو امريکايي چارواکي بيا د زندانيانو دا تورونه نه مني او ټينګار کوي چې له ټولو زندانيانو سره سمه انساني معامله کېږي .

تېره اوونۍ له افغان چارواکو سره يو رسمي پرېکړه ليک لاسليک شو، چې د بګرام زندان چارې به افغانانو ته سپاري .



Author Resource:-


Article From HelloAfghanistan.Com

Related Articles :

  • There are no related Articles.

HTML Ready Article. Click on the "Copy" button to copy into your clipboard.




Firefox users please select/copy/paste as usual
Sign up
learn more
 
Home
Login
Submit Articles
Submission Guidelines
Top Articles
Link Directory
About Us
Contact Us
Privacy Policy
RSS Feeds

Actions
Print This Article
Add To Favorites